کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د الکولي مشروباتو یوه لویه کارخونه کشف او له منځه یې وړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت ویاند نصرت رحیمي پر فسبوک پاڼه لیکلي، چې د الکولي مشروباتو دغه کارخونه د ښار د شپږمې ناحیې اړوند سیمه کې کشف او له منځه وړل شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې پولیسو په یاده سیمه کې یو لړ ځانګړي عملیات تر سره کړي، چې په ترڅ کې یې د الکولي مشروباتو د تولید او پروسس یوه لویه کارخونه کشف او له منځه یوړه.
د هغه په وینا ، د دغه کارخونې څخه ۲۰۰۰ لېتره الکولي مشروبات او یو تن اصلي عامل هم نیول شوی.
جمهورخبري آژانس:کابل