یو شمېر نجونو، چې د طالبانو له بندیزونو ناخوښ دي، د طالبانو پر وړاندې د ټول افغان ولس د یووالي غږ کړی دی.
دغو نجونو په اسلام اباد کې د یوې احتجاجي غونډې په جوړولو سره د طالبانو پر ضد د بدخشان د خلکو د مظاهرو او اعتراضونو ملاتړ کړی دی.
دوی په ټولنیزو شبکو کې د خپلې مظاهرې د یوې ویډیو په خپرولو سره د افغانستان له ټولو خلکو وغوښتل چې د طالبانو د ظلم او استبداد پر وړاندې ودریږي.
دغو اعتراض کوونکو ټینګار وکړ چې د طالبانو رژیم باید د افغانستان د خلکو له خوا ړنګ شي.
خبرگزاری جمهور