۰

پکتیکا کې سیمه ییزې اردو فعالیت پیل کړ

یکشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۵
پکتیکا ولایت کې د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د سيمه ييزې اردو ۸۴۰ سرتېري له دوه مياشتنيو زده کړو وروسته په دندو پیل وکړ.
پکتیکا کې سیمه ییزې اردو فعالیت پیل کړ
پکتیکا ولایت کې د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د سيمه ييزې اردو ۸۴۰ سرتېري له دوه مياشتنيو زده کړو وروسته په دندو پیل وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه سرتېرو د فراغت په مراسمو کې د پوځ چارواکو و ویل، چې فارغ شوي سرتېري به د امنیت د ټنګښت په موخه خپلو سیمو ته ولېږل شی.

د ملي دفاع وزارت استازي ډګروال حبيب احصاري وايي، دغه ۸۴۰ سرتېري به د ملي اردو په چوکاټ کې په خپلو سيمو کې د امنیت د تامین دنده پر مخ وړي.

د هغه په وینا دوی به د پکتيکا ولايت د مرکز، اورګون، سروبي، ګومل برمل، خيرکوټ او جاني خېلو ولسواليو کې خپلې دندې پیل کړي.

په ورته وخت کې د پکتیکا ځايي چارواکو له ولس څخه غوښتنه وکړه، چې د امنیت په تامین کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

باید و ویل شي، چې له دې وړاندې هم په ځينو ولایتونو کې سیمه ییزې اردو په دنده پیل کړی، چې د چارواکو او ځايي خلکو په وینا ګټور تمام شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي