سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو غزني ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۹ وسله وال طالبان وژلي او ۸ نور یې له وسلو سره نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ویلي، دغه عملیات تېره شپه(د وري ۳۱مه) د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې تر سره شوي.
د هغه په وینا عملیات د ځانګړو افغان ځواکونو له خوا شوي، چې پر مهال یې ۹ وسله وال وژل شوي او ۸ تنه نور له وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.
د غزني د والي ویاند زیاتوي، چې په عملیاتو کې د طالبانو ۲۲ عرادې ډول ډول نقلیه وسایط هم له منځه وړل شوي دي.
طالبان هم په ګیلان کې د برید خبره مني، خو وايي، په دې عملیاتو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
باید و ویل شي، چې تر دې یوه ورځ وړاندې هم د غزني چارواکو د دغه ولایت په ګیرو، ګیلان، ناوې او اندړو ولسوالیو کې د ۴۴ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او دوه نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی وو.
جمهورخبري آژانس:غزني