قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د نهم پړاو خبرو تر پای ته رسېدو سره سم دواړو لورو دغه پړاو بریالی بللی او ویلي یې دي د سولې په درشل کې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه خبرو تر پای ته رسېدو وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په یوه ټوېټر کې لیکلي« موږ په قطر کې له طالبانو سره د خبرو دغه دور پاې ته ورساوه. زه به نن وروسته د سلا مشورو لپاره کابل ته سفر وکړم.»
هغه په یوه بل ټوېټ کې ډاډ څرګند کړی، چې دوی د زور زیاتي د کمولو او د سولې د تر لاسه کولو پر یوازیني عملي لار کې دي.
خلیلزاد لیکلي«موږ د یوې داسې موافقې په درشل کې یوو چې تاوتریخوالی به کم کړي او افغانانو ته به لاره پرانیزي چې د یوې دوامدارې او ویاړمنې سولې لپاره خبرو ته کېني.»
په ورته وخت کې قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین هم ویلي، چې نهم پړاو خبرې په بریا سره پای ته ورسېدې او د سولې په درشل کې یو.
شاهین لیکلي«د مذاکراتو اوسنۍ دور مو د شپې ناوخه په کامیابۍ سره پای ته ورساو، البته په دې توافق وشو، چې نن د ورځې دوه بجې د امریکايي ټیم سره ځینې تخنیکي خبرې هم مکملې کړو، خپل مجاهد او مسلمان ولس ته ډاډ ورکوم، چې د اشغال د خاتمې او د افغانستان د مسلې د سوله ایز حل په درشل کې یو.»
باید و ویل شي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې د سولې خبرې شاربل کېدې، چې تېره شپه پای ته ورسېدې.
جمهورخبري آژانس:کابل