د افغانستان د پوهنې وزیر میرویس بلخي د د ECW نړیوالې ادارې له مشرې یاسمین شریف د افغانستان د پوهنې په اړه خبرې اترې کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي بلخي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډو کې له مېرمن شریف سره کتلي دي.
د پوهنې وزارت له خوا نن چهارشنبې د تلې ۳ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د نړیوالو همکاریو په رڼا کې د افغانستان وروستی تعلیمي بهیر ارزولی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لوریو په دې برخه کې د لا زیاتو نړیوالو مرستو د راجلبولو په اړه هم خبرې اترې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل