ملي دفاع وزارت وايي، داعش وسله واله ډله په افغانستان کې د ماتې سره مخ ده او د نابودۍ په حال کې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ملي دفاع وزارت مرستیال یاسین ضیا ختیځ ولایتونو ته د سفر پر مهال هلته کړې ده.
دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي ضیا، د ملي امنیت لومړۍ مرستیال عبدالله عباد او د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر پرون جمعه د لړم ۱۷ مه د ختیځ ولایتونو د امنیت ارزونې لپاره تللي وو.
سرچینه وايي، د ملي دفاع وزارت مرستیال یاسین ضیا هلته د خبرو پر مهال و ویل، چې داعش ډلې په افغانستان کې ماته خوړلې او د لمنځه تلو په حال کې ده.
نوموړي ویلي«نن د افغان ځواکونو د سرښندنو او قربانیو په بدل کې داعش ډله په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوې او د نابودۍ په حال کې ده.»
افغان او بهرني چارواکي پر داسې مهال ختیځو ولایتونو ته سفر کوي، چې له تېرو دوه میاشتو راهیسې په ختیځ کې د داعش او نورو وسله والو پر ضد عملیات پیل شوي دي.
د ننګرهار چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې ګڼو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو شمېر یې له وېرې افغان ځواکونو ته تسلم شوي دي.
څو ورځې وړاندې د داعش ۲۰ وسله وال چې بهرنیان هم په کې له مېرمنې او ماشومان سره افغان ځواکونو ته تسلیم شول.
جمهورخبري آژانس:کابل