د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د طالبانو او امريکا ترمنځ د تازه اړيکو او د سولې په تړاو د وروستيو پرمختګونو د هرکلی کړی دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې امریکا د افغانستان د سولې پروسه کې تل له ناټو سره سلا مشورې کړې او ناټو یې د وروستیو پرمختګونو هرکلی کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې داعش ډله په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوې او ناټو به د دغه ډلې او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
ښاغلي سټولټنبرګ ټینګار کړی، چې دوی به په افغانستان کې د داعش ډلې ته دا فرصت ورنکړي، چې یو ځل بیا سر راپورته کړي.
هغه د سولې په اړه ویلي، چې دوی په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي، خو له طالبانو غواړي، چې سولې ته خپله ژمنتیا وښيي.
د ناټو عمومي منشي زیاته کړې، چې دغه سازمان به په افغانستان کې د سولې د هڅو تر څنګ د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته هم دوام ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل