د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دغه سازمان به له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ دغه څرګندونې د امریکا له دفاع وزیر لوید آسټن سره د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګونو کې په یوه کډه خبري ناسته کې کړې دي.
په دغه خبري ناسته کې د ناټو سرمنشي ټینګار وکړ، چې دغه سازمان له هېواده بهر د افغان ځواکونو د رونې په اړه کار کوي تر څو دا زمینه برابر شي.
نوموړي ویلي«موږ به د افغان ځواکونو لپاره د بودجې برابرولو، بهر کې د زده کړو او روزنې او بنسټیزه ځایونو لکه د کابل هوايي ډګر ساتنې څخه ملاتړ ته دوام ورکړو.»
د هغه په وینا په تېرو کلونو کې ناټو توانېدلې، چې افغان ځواکونو ته روزنه ورکړي او د دې جوګه شي، چې د خپل هېواد امنیتي مسوولیت پر غاړه واخلي.
په دغه خبري ناسته کې د امریکا دفاع وزیر و ویل، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو لړۍ په ښه توګه روانه ده او امریکا به دې برخه کې له خپلو غوڅ ملاتړ ماموریت له شریکانو سره هم مرسته کوي.
باید و ویل شي، چې د ناټو سرمنشي او د امریکا دفاع وزیر په لیدنه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې پروسه باندې هم خبرې کړط دي.
د ناټو او امریکا مشران پر داسې مهال د افغان ځواکونو پر ملاتړ ټینګار کوي، چې تازه امریکا د افغان ځواکونو لپاره په ۲۰۲۲ کې د ۳.۳ میلیارد ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
له دې سربېره د امریکا د بهرنیو چارو وزرات هم د افغانستان سره د مرستې په خاطر تر ۳ سوه میلیونه زیات ډالرو مرستې وړاندیز کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل