د امریکا سنا تازه د سناتورې جین شاهین طرحه تصویب کړې ده او له مخې به یې څلور زره نورو افغان ژباړونکو ته هم ویزې ورکول کېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سناتورې جین شاهین له ۲۰۱۴ کال راهیسې د هغو افغان ژباړنو څه باندې ۱۴ زره غوښتنلیکونو ته په پام چې د وېزې لپاره یې کړې وو سنا ته یوه طرحه وړاندې کړه.
د دغه د طرحې له مخې باید زرګونه افغان ژباړنو ته وېزې ورکړل شوې وای خو د ټرمپ حکومت د ۴ زره وېزو بودیجه لغوه کړه.
خو اوس تازه د ټرمپ حکومت اجازه ورکړې چې څلور زره نورو کسانو ته دې هم د امریکا وېزې ورکړل شي.
دا هغه کسان دي چې امریکایي پوځ سره یې د ژباړنو او یا فرهنګي مشاورینو په توګه په افغانستان کې دنده ترسره کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل