سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د یوې چاودنې له امله ۴ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د مرغومي ۱۴ مه سهار شاوخوا لس بجې د مزار شریف ښار د لسمې حوزې اړوند سیمه کې د یوه زنانه حمام مخې ته شوې ده.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، په چاودنه کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي، چې ټول ملکي وګړي دي.
دی زیاتوي، ګمان کېږي، چې چاودنه د اېښودل شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، خو دا چې په کې وژل شوي او ټپیان مېرمنې دي که نارینه څه نه وايي.
د پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او روغیتایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:بلخ