ایران د خپل اټومي پروګرام په تړاو د ۲۰۱۵ میلادي کال له نړیوال تړون یا جي سي پي اې څخه د وتلو اعلان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایران حکومت په یوه اعلامیه کې وايي، له دې وروسته د خپل اټومي پروګرام په تړاو کړو ژمنو ته پابند نه دی او د یورانیمو په غني کولو کې خلاص لاس لري.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي«ایران د خپلو ژمنو د کمولو لپاره په پنځم ګام کې، په برجام کې د خپلو عملیاتي محدودیتونو وروستی کلیدي مورد (د سانتریفیوژنونو په شمېر کې محدودیت) څنګ ته اږدي او په دې سره د ایران د اسلامي جمهوریت اټومي پروګرام په عملیاتي برخه کې (د بډایه کولو ظرفیت، د بډایه کولو فیصدي، د بډایه شویو موادو کچه، تحقیق او پراختیا) له هېڅ محدودیت سره مخامخ نه دی.»
د ایران حکومت ټینګار کړی، چې له دې وروسته به د ایران اټومي پروګرام، د خپلو فني اړتیاو په اساس پرمخ ځي.
ایران دغه اقدام له هغې وروسته کړي، چې د سپاه پاسداران د قدس څانګې غښتلی قوماندان قاسم سلیماني یې د امریکا له خوا په عراق کې په یوه هوايي برید کې و وژل شو.
ایران دا هم وایي د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس سره خپله همکاري کوي او د بندیزونو لرې کېدو او اټومي تړون له ګټو د برخمنېدو په حالت کې د اټومي تړون پر ژمنو بیا درېدو ته تیار دی.
جمهورخبري آژانس:کابل