د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره یې د خبرو موخه په افغانستان کې د سولې تامينول دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند عباس موسوي خبریالانو ته د ابراهیم طاهریان د سفر په اړه معلومات ورکړي دي.
نوموړي ویلي، طاهریان قطر ته د سفر پر مهال له ملا برادر او د افغانستان لپاره د قطر له ځانګړي استازي سره کتلي دي.
هغه وایي، ایران هڅه کوي له طالبانو سره د اړیکو له لارې په افغانستان کې سوله تامین کړي او بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.
ایران تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د افغانستان د سولې په مسئله کې همکارۍ ته تیار دي او ان که اړتیا پېښه شي د بین الافغاني خبرو کوربه توب هم کوي.
د یادونې ده، چې د ایران ځانګړي استازي او ورسره پلاوی وړمه ورځ په قطر کې له طالب استازو سره لیدلي او طالبانو یې هم پخلی کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل