د کانکور د ملي ادارې رییس عبدالقدیر خموش وايي، په مکمل ډول یې د مافیا لاسونه د کانکور ازموینو له پروسې لنډ کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خموش چې نن دوشنبې د سلواغې ۷ مه کابل کې د کانکور ازموینې د یوه لارښود په اړه معالومات ورکول دغه څرګندونې وکړې.
نوموړي و ویل، مخکې ځینې کورسونه چې د ده په وینا دوی یې د کانکور مافیا بولي هر کال د خپل نوم د ښه والي په خاطر تر ۱۵ پورې کسان د نورو کسانو پر ځای د ازموینې لپاره لېږل.
خو په خبره یې چې دوی اوس د کانکور د داوطلبانو په بایومتریک کولو سره د کانکور د مافیا لاسونه له دغه کار څخه په مکمل ډول لنډ کړي او نور هېڅ کس نه شي کولی، چې د بل چا پر ځای کانکور ازموینه ورکړي.
د دې تر څنګ نوموړي زیاته کړه، چې مخکې به د کانکور د سوالونو کتابچې هم د کانکور د دغه مافیا له خوا تر لاسه کېدې خو وروسته له دې به دغه کتابچې یوازې د کانکور د ملي ادارې پورې اړوند کس له خوا چاپېږي.
نوموړی وايي، د دې تر څنګ چې دوی هڅه کوي په کانکور پروسه کې ټولې ستونزې صفر ته ټیټي کړي نو ځکه یې په کانکور کې د ګډون لپاره یوه کړنلاره او لارښود چمتو او د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې یې د ښوونځو د کانکور ګډونکونو ته رسوي.
د کانکور د ملي ادارې رییس و ویل، چې دغه پروسه سره له همدې نن څخه د کابل له معارف څخه پیل شوې او همداسې به دا لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.
دی وایي، اوس مهال د کانکور په پروسه کې د ګډون کوونکو یوازینۍ ستونزه دا ده، چې دوی د رشتې د انتخاب له څرنګوالي او ځوابونو له فورمو سره بلدتیا نه لري.
خو په وینا یې هغه لارښود چې دوی تازه د کانکور په ازموینه کې د ګډون په موخه ګډونکو ته چمتو کړی دغه ستونزه به هم حل کړي او د کانکور ګډونکونکي به سمه توګه د خپلې رشتې غوراوی وکړی او دغه راز به د ځوابونو له فورمو سره بلد شي.
همدارنګه ښاغلي خموش دا هم وویل، چې د کانکور په ملي پروسه کې یې د غیر مسوولو وسله والو لاس لرل هم په کلي ډول له منځه وړي دي.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض