د افغانستان د کانکور عمومي اول نمره شمسیه علیزاده د لوړو زده کړو لپاره ترکیې هېواد ته ولاړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شمسیه پرون جمعه د مرغومي ۱۹ مه ترکیې ته د لوړو زده کړو لپاره تللې ده.
ترکي رسنۍ وايي، شیمه به د ترکیې په جراح پاشا 'cerrahpaşa' طبي پوهنتون کې د طب پوهنتون وايي.
کابل کې د ترکیې سفارت ویلي، شمسیې ته د ترکیې د جمهوري ریاست د یوه پروګزام په چوکاټ کې د لوړ زده کړو دا بورسیه ورکړل شوې ده.
خپله شمسیې ترکي رسنیو ته ویلي، خوشحاله ده، چې دغه هېواد ته د لوړو زده کړو لپاره ځي او په بېرته راستنېدو به د یوې مسلکي ډاکترې په توګه خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړي.
د یادونې ده، چې شمسیه علیزاده، چې ۱۸ کلنه ده او پلار یې د ډبرو سکرو په کان کې کار کوي، د ۱۳۹۹ کال د کانکور په ازموینه د ۳۵۳ نمرو په اخیستو سره اول مقام وګاټه، چې په کور د ننه ډېره وستایل شوه.
جمهورخبري آژانس:کابل