په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د دوی استازو د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او قطر د بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین ویلي، په دغه ناسته کې د د دوی مرستیال مشر ملاعبدالغني برارد، ملا محمد فاضل، ملا خیرالله خیرخوا او امیرخان متقي ګډون درلود.
نوموړي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه ناست خورا مهمه او د سولې مذکراتو د نتایجو او ورستیو اقداماتو په موخه تر سره شوې ده.
سهیل شاهین په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي د طالبانو او امریکايي لوري تر منځ په ټولو مواردو توافق شوی، رسمي خبرې پای ته رسېدلې خو غیر رسمي خبرې لا هم دوام لري.
که څه هم تر اوسه د غیر رسمي مذاکراتو جزیات هم نه دي په ډاګه شوي، خو له دې وړاندې خلیلزاد د کابل د سفر پر مهال ویلي و، چې د دوی د تاوتریخوالي کمولو مودې د غځولو په اړه د طالبانو ځواب ته انتظار دي.
جمهورخبري آژانس:کابل