په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو له پیلېدو یوه اوونۍ وروسته سعودي عربستان هم د افغانستان د سولې پروسې څخه ملاتړ اعلان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سعودي عربستان د حکومت په اعلامیه کې ویل شوي، دوی د هر هغه څه ملاتړ کوي، چې پر مټ یې افغانستان کې جګړه درېږي او سوله راځي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې سعودي عربستان له افغانستان او افغانانو سره د دوی د ټولو هیلو او ارزوګانو په پوره کېدو کې ملګری دی.
د یادونې ده، چې دا مهال په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منخ مخامخ خبرې پیل شوې خو د یوې اوونۍ په تېرېدو لا هم دواړه لوري نه دي توانېدلي، چې د خبرو پر کړنلاره او اجنډا توافق ته ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل