سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کاپيسا ولایت کې د د سیمه ییزه پاڅونوالو او طالبانو تر منځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه (د سلواغې ۲۹ مه) د کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د افغانیه درې په حاجیان سیمه کې رامنځ ته شوې.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وايي، طالبانو په یاده سیمه کې د سیمه ییزه پاڅونوالو د سنکر په نوم پوسته لومړی چاودنه او وروسته ډلیز برید کړی دی.
د هغه په وینا د طالبانو په برید کې ۹ سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه یې کره معلومات نشته.
طالبانو هم د برید مسوولیت اخیستی ادعا یې کړې، چې ۱۱ سرتېري یې وژلي او پوځي وسایل یې ترې وړي دي، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کاپیسا