د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په ټوله نړۍ کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوتیرش پرون سه شنبې د وري ۵ مه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې په وله نړۍ کې جګړو زور اخیستی او د دې حالاتو قربانیان ښځې، ماشومان، معلولین او بې ځایه شوي خلک دي.
نوموړي
هغه وویل« نن زه د نړۍ په هر ګوټ کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوم. د دې وخت رارسیدلی چې وسله والو نښتو ته شا شي او سره یو ځای د ژوند لپاره واقعي مبارزې ته ځیر شو. ښکیلو اړخونو ته وایم: دښمني پریږدۍ. ناباوري او خصومت پریږدی. وسلې خاموشه کړئ، د درنو وسلو نه استفاده بنده کړئ او هوایي بمباریو ته د پای ټکی کیږدۍ.»
زیاته کړې، چې نه یوازې خلک د جګړو سره مخ دي، بلکې په کرونا ویروس د اخته کېدو د ګواښ سره هم مخ دي نو اړینه ده، چې سمدستي اوربند وشي.
د ښاغلي گوتیرش په وینا په جګړو کې په ښکیلو هیوادونو کې روغتیایي سیستم له منځه تللی او روغتیایي متخصصین هم د ګوتو په شمیر دي او هغوی هم هره ګړۍ له برید سره مخامخ دي.
هغه وویل« نن زه د نړۍ په هر ګوټ کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوم. د دې وخت رارسیدلی چې وسله والو نښتو ته شا شي او سره یو ځای د ژوند لپاره واقعي مبارزې ته ځیر شو. ښکیلو اړخونو ته وایم: دښمني پریږدۍ. ناباوري او خصومت پریږدی. وسلې خاموشه کړئ، د درنو وسلو نه استفاده بنده کړئ او هوایي بمباریو ته د پای ټکی کیږدۍ.»
د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیرو په بنسټ تر اوسه د نړې په ۱۹۰ هیوادونو کې ۳۳۴ زره او ۹۸۱ کسان په کروناویروس اخته شوي دي او ۱۴۲۶۵ کسان له دې وجې مړه شوي دي.
په نړۍ کې ددې ویروس د خپریدو په دلیل اوسمهال یو شمیر هیوادونه قرنطین شوي او په ځینو نورو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل