د امریکا د استازو جرګې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوه ترېلیون ډالرو پلان تصویب کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې ولسمشر ټرمپ ژر دغه پلان لاسلیک او توشیح کړي، چې پر مټ به یې د امریکا له ټولو روغتونونو سره مالي مرسته کیږي او د کرونا ویروس سره لا ښه مبارزه وشي او په کرونا د اخته کسانو لا ښه درملنه وشي.
دغه راز د امریکا حکومت به د دغه مالي پلان په اساس له ټولو وړو کاروبارونو او سوداګریو او هغو شرکتونو سره هم مرسته کوي چې د کرونا له کبله زیانمن شوي دي.
همدارنګه ویل کېږي له دغه پیسو څخه به هرې امریکايي کورنۍ ته ۱۲ سوه ډالر نغده مرسته هم ورکول کېږي.
د یادونې ده، چې امریکا دا مهال د کرونا ځپلو هېوادونو په سر کې ځای لري او تر اوسه په کې د کرونا له امله څه باندې ۱۷۳۲ تنه مړه شوي او ۱۰۴۳۴۸ پرې اخته دي.
جمهورخبري آژانس:کابل