د امریکا د استازو جرګې یو شمېر غړو په یوه لیک کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، چې ژر تر ژره سرتېري له افغانستان څخه وباسي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا غوښتنه د امریکا په استازو مجلس کې د ازادۍ د کمېسیون مشر انډې بیګس او یو شمېر ملګرو له خوا یې په یوه لیک کې شوې ده.
انډې بیګس د نورو ملګرو په استازیتوب ټرمپ ته په دغه لیک کې لیکلي، چې په دې کم وخت کې دې امریکایانو ته نه هېرېدونکی میراث پرېږدي.
نوموړي زیاته کړې، د سرتېرو د ایستلو او له طالبانو سره د خبرو د پیل په تړاو د ټرمپ زړورتیا ستایي خو له نوموړي تمه لري چې د افغانستان په ګډون له ګڼو نورو هېوادونو هم امریکایي عسکر بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړي او په دې توګه د امریکا په تاریخ کې د افغان جګړې په څېر اوږدې جګړې پای ته ورسوي.
د هغوې په خبره دا به ستر میراث وي چې ټرمپ له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي.
دا په داسې حال کې ده، چې ځینې امریکايي رسنۍ وایي، ټرمپ له افغانستان د سرتېرو د ژر ایستلو لپاره په پنټاګون کې ګڼ تغیرات راوستي دي.
د سرچینې په وینا ټرمپ په پنټاګون کې تازه هغه کسان په دندو ګمارلي، چې له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو ملاتړ دي.
په دې ډله کسانو کې یو متقاعد جنرال ډوګلاس مک ګرېګور دی چې تازه د پنټاګون ارشد سلاکار ټاکل شوی دی او له افغانستان د سرتېرو د ژر تر ژره ایستو پلوی دی.
د امریکا ددفاع وزارت ویاند هم دغه راپورونه تایید کړي چې له افغانستان د سرتېرو د ژر ایستلو لپاره ځینې نوي کسان په پنټاګون کې مقرر شوي دي او دوی به هڅه کوي چې د سرتېرو د ایستلو په اړه د ټرمپ کړې ژمنه عملي کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل