سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې د یوې هیلۍ د ښکار پر سر شخړه کې څلور کسان وژل شوي دي.
د جمهور آزانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون شنبنې د وري ۹ مه سهار لس د پروان ولایت په بالاتو خېل کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د پروان د امنیه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مشر محمد فاروق پېښه تاییدوي او وایي څلور تنه په کې وژل شوي دي.
راپورونه وايي، دغه شخړه د ترور د زامنو تر منځ د یوې هیلۍ د ښکار پر سر رامنځ ته شوې او پولیسو د پېښې په تړاو دوه کسه نیولي دي.
جمهورخبري آژانس:پروان