د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي او د سولې د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي، چې د دولت د اوربند لپاره کار روان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مشرانو د سولې د چارو د همغږۍ په دویمه غونډه کې دغه څرګندونې کړې او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې د سیمې او نړۍ په همغږي کولو بوخت دی.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي د سولې مذاکراتي پلاوي سره په دې غونډه کې ویلي، د سولې په چارو کې له پرمختګ سربېره اړتیا ده چې د بشردوستانه اوربند اوتاوتریخوالي راکمولو لپاره هڅې وشي.
په ورته وخت د سولې د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي بیا ویلي، په یوه داسې طرحه کار روان دی چې د بشري مرستو رسونه، مذاکراتو ته زمینه سازي او د اوربند ټینګښت به په کې شامل وي.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې«په لنډمهالو، منځمهالو او اورږد مهاله پلانونو باندې هم کار روان دی تر څو د افغانستان بحران ته پرې د پای ټکی کېښودل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ولسمشر غني، نړیوالې ټولنې او اسلامي سازمان لخوا د اوربند غوښتنه رد کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل