کورنیو چارو وزارت وايي، د یو لړ عملیاتو پر مهال د پروان لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول په همدې ولایت کې وژل شوي دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شنبې د وري ۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دا استخباراتي مسوول د پروان د غوربند ولسوالۍ درازګرد سیمه کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دی.
سرچینه وايي، نورمحمد په قومندان عمري مشهور و او د استخباراتو تر څنګ یې په ګڼو تروریستي بریدونو او په غوربند دره کې د ماینونو په ښخولو کې هم برخه درلوده.
طالبانو لا د عمري د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو څو ورځې وړاندې افغان ځواکونو په میدان وردګو کې د طالبانو مرستیال والي هم وژلی و.
جمهورخبري آژانس:کابل