د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح په لوګر ولایت کې تر وسله وال برید لاندې راغلی خو روغ رمټ ترې وتلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خپله ښاغلي مجروح دا خبره تایید کړې او ویلي یې دي، چې په برید کې ده ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
ښاغلي مجروح پر خپله فسبوک پاڼه لیکي چې، پر ده برید نن شنبې غبرګولي ۳ مه د لوګر ولایت مرکز پل علم کې شوی دی.
ده ویلي، خوست، پکتیا او لوګر ولایتونو ته په رسمي سفر تللی وو، چې د بېرته راتګ پرمهال تر وسله وال برید لاندې راغلم خو زیان نه دی ورته رسېدلي.
جمهورخبري آژانس:کابل