ناټو سازمان د افغانستان پلازمېنې کابل په وزیراکبر خان سیمه کې چاودنه، چې په کې د هېواد مشهور دیني عالم ډاکتر محمد ایاز نیازی هم په کې شهید شو، په کلکه غندلی دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د دغه سازمان نوي ملکي استازي استفانو پونتیکورو په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې پر عبادتځایونو او د خلکو په راټولېدنو بریدونه د منلو وړ نه دي.
استفانو پونتیکورو ویلي، افغانان د سولهییز او سوکاله ژوند مستحق دي او ناټو په دې چاره او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانانو تر څنګ ولاړه ده.
باید وویل شي، چې پرون سه شنبې د غبرګولي ۱۳ د کابل د وزیر اکبرخان په جامع جومات کې چاودنه شوه، چې په کې د دغه جومات خطیب، دیني عالم او پوهنتون استاز ډاکتر محمد ایاز نیازی او یو بل لمونځ کوونکی شهیدان او دوه نور ټپيان شول.
د برید مسوولیت چا تر اوسه نه دی اخیستی، خو طالبانو دغه برید غندلی او دا یې یو جنایت بللی دی.
خو د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح دا کار د طالبانو بولي او وايي، دا دوی دي، چې ترهګرۍ ته یې بنسټ اېښۍ دی.
جمهورخبري آژانس:کابل