د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د ناټو په سرمشریزه کې به د نورو مضوعاتو تر څنګ پر افغانستان هم بحث وشي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو سرمشریزه دوه ورځې وروسته د روان جون میاشتې ۱۴ مه بروکسل کې جوړېږي.
د ناټو سرمنشي پرون جمعه بروکسل کې خبریالانو د یوه خبري کنفرانس پر مهال له افغان ځواکونو سره د دغه تړون د ملاتړ ډاډ ورکړ.
ینس سټولټنبرګ زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ناټو پوځي حضور پای ته رسېږي خو له افغان ځواکونو او خلکو یې ملاتړ دوام مومي.
ناټو د افغان ځواکونو د ملاتړ خبره داسې مهال کوي چې د سېپتمبر تر ۱۱ مې ټول بهرني سرتېري له افغانستانه وځي، چې له دې سره هم مهاله جګړه هم توده شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل