د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، وايي، ننګرهار کې یې د عملیاتو د وسله والو طالبانو یوه بې پیلوټه الوتکه او نورې سپکې او درنې وسلې تر لاسه کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۱ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، ځانګړو ځواکونو دغه عملیات د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې کړي دي.
سرچینه زیاتوي، عملیات په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه نیول شوي قوماندان عبدالفتاح مشهور په پتنګ د چاودېدونکو موادو پر مرکز تر سره شوي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، د قوماندان پتنګ د وسلو له زېرمتونو څخه د طالبانو یوه بې پیلوټه الوتکه، یو شمېر سپکې او درندې وسلې او د هاوان ۸۲ مرمۍ لاس ته ورغلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو ځانګړو عملیاتو کې د غلام محمد او روزي خان په نوم دوه تنه چې د دغو چاودېدونکو مودو ساتنه یې کول هم نیول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.
جمهورخبري آژانس:کابل