ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار له قومي مشرانو او مخورو سره په ویډیويي کنفرانس کې ژمنه کړې، چې په ټولو ګمرکاتو کې به اساسي تغیرات رامنځ ته کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني پرون شنبې د چنګاښ ۱۴ مه د ننګرهار له ولسونو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې او ویې ویل، چې د لومړي ځل لپاره به د ټول هېواد په ګمرکونو کې د امنیتي کمرو سیستم ولګول شي.
د ښاغلي غني په وینا یوازې د تورخم بندر کې د ګمرکي سیستم د سمون او ښه والي لپاره به د ۱۵ میلیون ډالرو په ارزښت د امنیتی کمرو سیستم نصب کړای شي.
ولسمشر د له پاکستان سره د ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې شته ستونزو ته په اشارې و ویلو چې د دغه ستونزو په حل سره به د ننګرهار په اقتصاد کې مثبت بدلون راشي.
دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي په ګمرکونو کې د سیستم د نشتوالي له امله فساد په پراخه کچه روان دی او له همدې امله دوه اونۍ وړاندې ولسمشر غني د مالیې وزارت د ګمرکونو له ۶۰ زیات کارکوونکي فساد کې د لاس لرلو له امله ممنوع الخروج اعلان کړل.
د معلوماتو او راپورونو پر اساس د فساد له امله د افغانستان د ګمرکونو نېږدې نمايي عواید نه راټولېږي او ډېره به یې شخصي جېبونو ته ځي.
جمهورخبري اژانس:کابل