د ازبکستان رسنیو د راپورونو له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د ګڼو وزارتونو مسوولینو د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر او نورو لوړپوړو چارواکو سره په بېلو برخو کې پر همکاریو خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړو هېوادونو ویلي چې په اقتصادي، سوداګریزه، ټکنالوژۍ، ارتباطاتو، ترانزیت او نورو برخو کې به همکارۍ ډېروي او اړیکې به لا پراخوي.
دواړو لورو همدا راز د ازبکستان پر برېښنا هم خبرې کړې دي او دغه هېواد ژمنه کړې چې افغانستان ته به د برېښنا په صادرولو کې همکاري کوي.
ازبکستان ویلي دوی د افغانستان په وده او پرمختګ کې د تل په څېر همکار دي او تمه لري چې په دغه هېواد کې ژر تر ژره دایمي سوله تامین شي.
جمهورخبري آژانس:کابل