پاکستان ادعا کړې، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیک سره سم یې د طالبانو پر مرستیال مشر ملا برادر او حقاني شبکې بندیزونه لګولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني چارواکو ویلي، بندیزونه یې نه یوازې په ملا برادر او حقاني شبکې، بلګې د طالبانو په نورو لویو مشرانو هم لګولي خو د هغوی نومونه یې نه دي اخیست.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو پر مشرانو به د سفر او وسلو بندیز، د پیسو او نورو مالي سرچینو کنګل تطبق شي.
دغه چارو وزارت په خپله ویبپاڼه کې لیکلي«فدرالي حکومت خوشاله دی چې د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۰۱۵ کال ۲۲۵۵ نمبر پرېکړه لیک په بشپړ ډول عملي کړي.»
پاکستان دغه ادعا پر داسې مهال کوي، چې یاد هېواد د ترهګرو ملاتړ او تمویل له امله د د پیسو سپینولو د نړیوالې موسسې په خړ لېست کې دی.
دغه ادارې څو میاشتې وړاندې پاکستان ته خبرداری ورکړی و، چې که د ترهګرو ملاتړ پرېنږدي او پر وړاندې یې ګوټلي ګامونه وانخلي، نو تور لېست ته به یې واچوي.
جمهورخبري آژانس:کابل