د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح د برید ۱۰ تنه عاملین یې نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد ریاست نن شنبې د تلې ۱۹ مه ویلي، دغه کسان د داعش او حقاني شبکې غړي دي خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړی.
د یادونې ده، چې د امرالله صالح پر موټریز کاروان د وږی میاشتې پر ۱۹ نېټه د کابل ښار د پخواني تایمني په څلور لاري کې چاودنه وشوه، چې په کې ۱۰ تنه ملکي وګړي و وژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.
جمهورخبري آژانس:کابل