سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو ننګرهار ولایت کې یو ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل زیاتوي، دغه ځانمرګی د اچین ولسوالۍ په بانډر دره کې د چاودېدونکي واسکټ سره یو ځای نیول شوی دی.
د امرخېل په وینا نیول شوی ځانمرګی سعادت نومېږي او په خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.
د یادونې ده، چې وړاندې هم ملي امنیت ځواکونو اچین کې د ځآنمرګي برید په موخه دوه چمتو شوي واسکټونه کشف او تر لاسه کړي وو.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار