د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د مسکو غونډه به د افغان سولې لپاره د نړیوالو هڅو تکمیلوونکي وي او خلیلزاد به په کې ګډون وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی استازی زلمی خلیلزاد به د ولسمشر جوبایډن په لارښوونه د مسکو به غونده کې ګډون وکړي.
امریکا د مسکو غوندې ته هیله مندي ښودلې وايي، دا کنفرانس ثابتوي چې د افغان سولې په اړه نړیواله اجماع موجوده ده او ټول لوري په دې باور دي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده.
په ورته وخت رویټرز خبري آژانس بیا ویلي، د مسکو په غونډه کې د خلیلزاد ګډون په دې مانا دی چې امریکا او روسیه دواړه د موقت همه شموله حکومت پر جوړېدو سره سلا دي.
د مسکو غونډه د روانې میاشتې په اتلسمه نېټه جوړېږي چې په هغه کې به طالبان، افغان حکومت او امریکا ګډون کوي.
ویل کېږي د افغان دولت په استازیتوب به د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او د طالبانو به ۱۰ کسیزه پلاوی په دغه ناسته کې ګډون وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل