قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي، چې د طالبانو یو پلاوی به هم د افغان سولې په تړاو د مسکو په جوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ویاند محمد نعیم وردګ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو ۱۰ کسیزه پلاوی به په دغه غونده کې ګډون وکړي.
وردګ په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړي.
د یادونې ده، چې د مسکو غونده د راتلونکې پنشنبې کب ۲۸ مه جوړېږي، چې په کې به د افغان حکومت، سیاسیون، چین او امریکا استازي هم ګډون وکړي.
ویل کېږي د افغانستان د دولت له لوري به د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په دې ناسته کې ګډون وکړي، خو تر اوسه حکومت رسمي اعلان نه دی کړی.
جمهورخبري آژانس:کابل