د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي ځانګړي استازي توماس نېکلسن ویلي، په افغانستان کې باید تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې په یوه خبرپانه کې د توماس نېکلسن له قوله وایي، د سولې مذاکرات باید پر طرزالعمل له بحثونو، اساسي بحثونو ته داخلې شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د روانې جګړې زیات زیان ملکیانو ته اوړي.
هغه دا هم ویلي، په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه په وتلو دي، اروپايي ټولنه په افغانستان کې د پاتې کېدو هوډ لري او له افغانانو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
د اروپايي ټولنې د استازي په وینا د دې کار د ترسره کېدو لپاره اړتیا ده چې د سولې پروسه پرمختګ وکړي او جګړې پای ته ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل