ملګرو ملتونو افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې وايي، په لوړه کچه باید د افغانستان د سولې خبرې چټکې کړل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما مشرې دیبورا لاینز د افغان ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله سره کتنه کې کړې دي.
عبدالله او مېرمن لاینز پرون چهارشنبې د غبرګولي ۱۹ مه سپېدار ماڼۍ کې سره کتلي او د افغانستان د وران وضعیت او سولې په اړه یې خبرې کړې دي.
مېرمن لاینز په روان تاوتریخوالي جدي اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی، چې باید د سولې خبرې چټکې کړل شي.
نومړې ویلي، د دې جدي اړتیا ده چې په لوړه کچه د سولې خبرې چټکې کړل شي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اغېزناک ګامونه اوچت شي.
بل خوا مېرمن لاینز د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره لیدلي دي.
د یوناما مشرې ښاغلي اتمر سره هم کتلي دي او ژمنه یې کړې چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوي او هڅه کوي د سولې په راتګ کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دغه استازې ټینګار کړي، چې په افغان سوله کې د سیمې د هېوادونو همکاري هم اړینه ده.
د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن هم په افغان سوله او ثبات کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه بللې او پر پاکستان یې غږ کړی، چې د سولې لپاره صادقانه ګامونه اوچت کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل