د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې په بدخشان کې یې ۴ تنه د "شراب" او "ټابلیټ کا" د پلورلو په تور په عام محضر کې اعدام کړي دي.
دغې محکمې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دغه کسان د دوشنبې په ورځ د ثور په ١٧مه د بدخشان ولايت په مرکز فيض اباد ښار کې په چړو وهل شوي دي.
د اعلامیې پر بنسټ، له دغو تورنو کسانو څخه یو یې ۳۹، بل ۳۵ او دوه نور یې ۳۰ دُرې وهلي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې له دغو تورنو کسانو څخه یو یې په یو کال بند محکوم شوی دی.
په همدې حال کې د طالبانو له خوا تورن ته د جسمي سزا ورکول د بشري حقونو د سازمانونو له پراخو غبرګونونو سره مخامخ دي. خو دغه ډله د هغه پر پلي کېدو ټينګار کوي.
جمهورخبري آژانس