د اسلامي همکاریو سازمان یا «اوو ای سي» په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او دا جګړه یې نور ناروا بللې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان په تازه څرګندونو کې ویلي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو ته افغانستان کې د جګړې دوام ته هېڅ پلمه نه ده پاتې.
د اسلامي همکاریو سازمان ټينګار کړی، چې د بهرنیو ځواکونو وتلو سره په افغانستان کې د جګړې دوام مسلمان وژنه ده او نور هېڅ نه دي.
د اسلامي همکاریو سازمان دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پیل سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې جګړو زور اخیستی دی او هره ورځ د دواړو لور سربېره د ملکي وګړو په ګډون لسګونو انسانانو ته مرګ ژوبله اوړي.
جمهورخبري آژانس:کابل