پنجشېر کې د طالبانو پر ضد د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په تازه څرګندونو کې ویلي، چې هېڅ وخت به له خپلې مبارزې لاس وانخلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مسعود نن شنبې د وږي ۱۳ مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې مبارزه یې د خدای ج، آزادۍ او عدالت ته د لاس رسي لپاره ده.
دی وايي، د پنجشر مبارزه او دغه راز په هرات کې د یو شمېر ښځو له خوا لاریونونه ښه بېلګه دی او ښيي، چې دوی به له مبارزې په شاه نه شي.
نوموړي ویلي«له خپلې برحقې مبارزې په ستړی نه شم او له هېڅ ګواښ نه ډار نه لرم.»
احمد مسعود ټینګار کړی، چې دی او په وینا یې خلک به هېڅ وخت له خپلې مبارزې لاس وانخلي او د یوه اباد، ازاد او خپلواک افغانستان تر جوړېدو پورې به دوام ورکړي.
مسعود دا هم ویلي، چې له دې وروسته به د خپلو کارونو راپورونه خپله د افغانستان له خلکو سره شریکوي.
نوموړی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې تېره شپه د هوايي ډزو په کولو سره داسې راپورونه ورکړل شول، چې ګڼې طالبانو پنجشېر نیولی دی.
خو وروسته د احمد مسعود په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، چې پنجشېر سقوط نه دی کړی او له طالبانو سره د دوی جګړه دوام لري.
جمهورخبري آژانس:کابل