د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان لو دریان وایي، هېواد یې له افغانستان سره بشري مرستې سل میلیونه یورو ته زیاتوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دریان پرون چهارشنبې د وږي ۲۴ مه د اروپا پارلمان ته د وینا پر مهال افغانستان کې پر اوسني بشري وضعیت اندېښنه ښکاره کړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي«هرڅه چې مو په وس کې وي باید ویې کړو، څو د هغه اصلي خطر مخه ونیول شي چې په افغانستان کې دی، پوهېږم چې هلته وچکالي او بشري ناورین دی، موږ خپله ونډه ادا کوو، له افغانستان سره خپلې بشري مرستې سل میلیونه یورو ته زیاتوو.»
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې مرستندویانو له افغانستان سره په بشري برخه کې د یو اعشاریه دوه میلیارډه ډالرو مرستو ژمنې وکړې.
جمهورخبري آژانس:کابل