د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د چین له سفیر وانګ یو او ورسره مل پلاوي سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي متقي او ښاغلي یو او ورسره پلاوي لیدنه پرون یکشنبې د تلې ۴ مه کابل کې شوې ده.
طلب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دغه لیدنه کې دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړیکو، د چین هېواد د بشري مرستو د تنظیم او پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې وکړې.
دی وايي، کابل کې د چین سفیر له افغانستان سره په مرستو او همکاري تینګار وکړ او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د تجارت وده اړینه وبلله.
د یادونې ده، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پرون کابل کې د قزاقستان له سفیر سره هم کتلي و او د دوه اړخیزه اړیکو تر څنګ یې د سوداګرۍ پر زیاتوالي هم خبرې کړې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل