د افغانستان اسلامي امارت وايي، پروان ولایت کې یې د داعش وسله والو پر یوه پټنځای چاپه وهلې او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د جمهور آژنس د خبر له مخې د طالبنو یوه ویاند بلال کریمي ویلي، د داعش پر دغه پټنځای د پروان ولایت مرکز چاریکارو کې عملیات شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، د داعش پردغه پټڼ ځای حمله وروسته له هغې وشوه چې په چاریکار کې د دوی د ساتونکو پر یوه موټر د چاودنې په تړاو یې د دې ډلې دوه تنه ونیول.
کریمي وايي، په دغه چاپه کې د داعش یو غړی وژل شوی او څو تنه یې ژوندي نیول خو د نیولو شویو کسانو کره شمېر یې ونه ښود.
د یادونې له هغې ورځې چې طالبان واک ته رسېدلي، د دوی پر ساتونکو څو ځلې د سړک د غاړې ماین چاودنې شوې، چې تر ټولو ډېرې یې ننګرهار کې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل