پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمشني له ځانګړۍ استازې دیبورا لاینز سره کتنه کې دندو ته د منع شویو ښځینه دولتي کارکوونکو د ستنېدو غوښتنه وکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي پرون چهارشنبې د لړم ۶ مه له مېرمن لاینز سره لیدلي او ټينګار یې کړي، چې نوی حکومت باید ښځینه دولتي کارکوونکو ته د کار کولو اجازه ورکړل شي.
ښاغلي کرزي تر دغه لیدنه وروسته په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دې ليدنه کې د عاجلو بشري مرستو، د روغتيايي او تعليمي کارکوونکو د معاشونو، زده کړو ته د نارينه او ښځينه وو د بيا ورتلو په اړه هم خبرې شوي دي.
حامد کرزي په خاص ډول د مرستو د عاجلې همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر يوناما رول مهم ګڼلی او په دې برخه کې يې د ډېرو هڅو او همکارۍ ټينګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل