کابل کې د امریکا یوه پخواني سفیر هوګو لارنس اعتراف کړي، چې امریکا متحده ایالاتو له افغانانو او افغانستان سره خیانت وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پخواني دیپلومات ویلي، خیانت دا و، چې له افغانستان څخه امریکايي سرتېري په نامسوولانه توګه و ایستل شول.
هوگو لارنس وايي، امريکا په دا ډول وتو سره هغه ژمنې نقض کړې، چې د افغانستان له خلکو سره یې کړې وې.
نوموړي ټینګار کړي، چې دا هر څه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر جوبایډن د غلطو پریکړو له کبله وشول.
امريکايي چارواکي له افغانستان څخه د نا مسوولانه وتو په اړه په کور دننه هم له توندو غبرګونونو سره مخامخ دي.
وړمه ورځ د امریکا دفاع وزیر لوید آسټن هم له فاکس نیوز سره په مرکه کې تر لنډ مکث وروسته اعتراف وکړ، چې له افغانستان څخه د سرتېرو په وتلو پښېمانه دی.
جمهورخبري آژانس:کابل