د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، دوی د افغان محصلینو لپاره د فولبرایټ بورسونو د فعالولو په اړه کار کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت یوه ویاند ویلي، که څه هم په سیمه کې وضعیت نه دی بدل شوی، خو د افغانستان لپاره د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ تحصیلي کلونو په فولبرایټ پروګرام کار کوي.
د معلوماتو په اساس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به د سږ او پروسږکال د فولبرایټ د بورسیو د ازموینو هغه محصلین په پام کې نیسي چې تر نیمه وروستي پړاوه رسېدلي دي.
امریکا په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو د فولبرایټ پروسه وځنډوله.
د یادونې ده، چې له ۲۰۰۳ تر ۲۰۲۱ کاله ۹۵۰ افغانانو هم د فولبرایټ له لارې په امریکا کې لوړې زده کړې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل