۰

زابل: ترافیکي پېښه کې کابو ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

سی شنبه ۴ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۳
سیمه ییز چارواکي وايي، زابل ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
زابل: ترافیکي پېښه کې کابو ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز چارواکي وايي، زابل ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د کابل – کندهار پر لویه لار د زابل ولایت د مرکز کلات او شهرصفا ولسوالۍ تر منځ د فولادګي په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د زابل ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست وايي،  د سپرلیو یو غټ موټر په یاده سیمه کې د سیلابي اوبو له امله چپه شوی او سپاره یې د اوبو په مینځ کې پاتې شوي وو.

دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ‎زابل والي، مرستیال والي، امنیتي ځواکونه، د لواء او قومندانۍ ژغورونکي وسایل سیمې ته رسېدلي دي.
سرچینې زیاته کړې، امبولاسونه او روغتیايي ټیم هم سیمې ته رسیدلي او ټپیان یې روغتون ته لیږدولي دي.

په ورته وخت د زابل د عامی روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمی وایي، په یاده پېښه کې ددرېیو ښځو په ګډون څلور تنه مړه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي