سیمه ییز چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي، پکتیا ولایت کې د سختو سېلابونو راوتلو له امله لسګونه کورنۍ ګډوالۍ ته اړ شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سېلابونه وړمه شپه او پرون ورځ د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کې راوتلي، چې خلکو ته یې سخت مالي زیانونه اړولي دي.
د ځايي چارواکو په وینا له سختو بارانونو وروسته سېلابو د خلکو پر کورونو او مځکو ورمات شوي، چې لسګونه کورونه یې نړولي او زرګونه جرېبه ځمکه یې لاندې کړې دي.
چارواکي وايي، د سېلابونو او کورنو د نړېدو له امله تر ۶۰ کورنۍ مرکز ګردیز ته کډه شوې او یو شمېر نورې هم په لاره دي.
په ورته وخت کې د طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت چارواکو پر نړیوالو غږ کړی، چې افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.
د طبیعي پېښو پرضد د طالبانو د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وايي، دوی د دې توان نه لري چې ټولو سېلاب ځپلو سره پر وخت مرستې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل