۰
ستانکزی:

اجازه نه ورکوو، چې نړیوال د خپلو ګټو لپاره افغانستان د سیالۍ میدان جوړ کړي

یکشنبه ۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۵
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، افغان حکومت به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې افغانستان د خپلو ګټو د سیالۍ میدان وګرځوي.
اجازه نه ورکوو، چې نړیوال د خپلو ګټو لپاره افغانستان د سیالۍ میدان جوړ کړي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، افغان حکومت به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې افغانستان د خپلو ګټو د سیالۍ میدان وګرځوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ستانکزي دغه څرګندونې په یوه تازه مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی، چې افغان حکومت له نړۍ سره ښې او په متقابل احترام او ګټو ولاړې اړیکې غواړي.

نوموړي ویلي، چې نړۍ هم د افغانستان پر موقعیت پوهېدلې او هڅوک یې د منزوي کولو په لټه کې نه دي او نه هم څوک د افغانستان منزوي کولو ته زړه ښه کوي.

ښاغلي ستانکزی زیاته کړې، افغانستان ځانګړی موقعیت لري چې هر هېواد پکې خپلې ګټې پالي، خو په وینا یې دوی دا اجازه هم نه ورکوي چې نړیوال د خپلو ګټو لپاره له افغانستان د سیالۍ میدان جوړ کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ټینګار کړیو چې افغان حکومت له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د امریکا په ګډون له ټولو اړخونو غواړي‌ چې اړیکې یې پر دوه اړخیز درناوي او دوه اړخیزو ګټو ولاړې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي