د شانګهای سازمان غړو هېوادونو د نړیوال امنیت کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د سیمې د ثبات لپاره د افغانستان امنیت مهم دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه سازمان مشر د سیمې له هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره د ثبات او امنیت په راتګ کې همکاري وکړي.
د چین د دفاع وزیر په دغه غونډه کې ویلي، دوی له نړیوالې ټولنې سره افغانستان ته د ثبات په راتګ او په سیمه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې همکاري کوي.
په ورته وخت کې د روسیې دفاع وزیر هم ویلي، د افغانستان ثبات د سیمې لپاره مهم دی او د پاکستان، روسیې، ایران او ځينو نورو هېوادونو همکاري کولی شي چې په سیمه کې وضعیت کنټرول کړي.
روسیه وایي له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د مرکزي او جنوبي آسیا په اړه پراخې اندېښنې موجودې دي چې د له منځه وړلو لپاره یې د سیمې د هېوادونو همکاري مهمه ده.
جمهورخبري آژانس:کابل